افغان ځواکونو قندهار کښي په فوځي عملياتو کښې پرمختګ وکړ
Mar 10, 2021 06:15 Asia/Kabul
افغان ځواکونو په قندهار کښې په فوځي عملياتو کښې د پرمختګ خبر ورکړ.
په قندهار کښې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن يحي علوي وويل، چې افغان ملي امنیتي ځواکونو د قندهار په يو شمېر ولسوالیو کښې فوځي عمليات ترسره کړي، چی په نتيجه کښې يې ګڼي سيمي له وسله والو څخه پاکې شوې او لاهم فوځي عمليات روان دي
علوي زياته کړه د عملياتو په مهال په ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې د وسله والو څخه يو شمېر لويي لاري هم پاکې شوې دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ټیګونه