پر غزني ښار دوه توغندي توغول شوي
Mar 10, 2021 08:44 Asia/Kabul
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي پر دغه ښار د دوو توغندیو د لګېدو خبر ورکوي.
د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعهزاده وایي، نن سهار شپږ بجې او ۳۰ دقیقې پر غزني ښار د وسله والو مخالفینو له لوري دوه توغندي توغول شوي دي.
د هغه په وینا، یو توغندی پر سړک او بل پر یو دوکان لګېدلی دی.
په دې پېښه کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی.
ټیګونه