پر غزني ښار دوه توغندي توغول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97448-پر_غزني_ښار_دوه_توغندي_توغول_شوي
د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي پر دغه ښار د دوو توغندیو د لګېدو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2021 08:44 Asia/Kabul
  • پر غزني ښار دوه توغندي توغول شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي پر دغه ښار د دوو توغندیو د لګېدو خبر ورکوي.

د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وایي، نن سهار شپږ بجې او ۳۰ دقیقې پر غزني ښار د وسله والو مخالفینو له لوري دوه توغندي توغول شوي دي.

د هغه په وینا، یو توغندی پر سړک او بل پر یو دوکان لګېدلی دی.

په دې پېښه کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی.