د افغان د میرمنوداقتصادي توانمنیو رابرسیره کول په لومړیتوب کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97472-د_افغان_د_میرمنوداقتصادي_توانمنیو_رابرسیره_کول_په_لومړیتوب_کې_دي
د میرمنو دپانګونې د ټولګې ددغه راپور په اساس، د صنائعو په برخې کې د میرمنو د پانګونې برخه درې پنځوس فی صده،په کرهڼیزوچارو کې نولس فی صده او دخدماتو په برخې کې هم کابو پنځه فی صده ښودل شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 11, 2021 01:02 Asia/Kabul
  • د افغان د میرمنوداقتصادي توانمنیو رابرسیره کول په لومړیتوب کې دي

د میرمنو دپانګونې د ټولګې ددغه راپور په اساس، د صنائعو په برخې کې د میرمنو د پانګونې برخه درې پنځوس فی صده،په کرهڼیزوچارو کې نولس فی صده او دخدماتو په برخې کې هم کابو پنځه فی صده ښودل شوې ده .

زمونږ خبریال د افغانستان  طلوع  خبري آژانس له قوله راپور راکړ  دافغانستان د اقتصادي  چارو د وزارت له خوا د افغان میرمنو د توانمنیو درابرسیره کولو غونډه جوړه شوې ، چې یو شمیر ویناوالو د  افغان میرمنو د  وړتیاؤ او توانمنیو په باب پکې ویناوې کړي دي .

 د افغانتسان د اقتصادي چارو د وزارت  مرستیال نذیر کبیري  په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې د افغان میرمنو  داقتصادي توانمنیو زیاتیدا د وړتیاؤ په باب وئيلی دي ، دافغان میرمنو وړتیاوې  او فعالیتونه  د ژوند  په هر ډګر کې په تیره بیا په اقتصادي ډګر کې  په اوڅاره توګه لیدل کیږی ، چې  دغه وزارت به ورته په ملي سویه ډیر اهمیّت ورکړي

Image Caption

 

 د افغانستان د میرمنو دچارو وزیرې میرمن حسینه ساپئ هم  په خپلې وینا کې د میرمنو د توانمنیو د لارې د نقشې برابرول  ددغه وزارت یو مهم لومړیتوب بللی   و وئيلي ئې دي ،د افغانستان په  اقتصاد کې دمیرمنو دګډون دښه کیدا لامل کیدلی شي.

داپه داسې حال کې  دي چې  د افغانستان د اقتصادي چارو د وزارت  د احصایو په اساس  په تیر یوه کال  کې دپه بیلابیلو اقتصادي  فعالیتونو کې دمیرمنو ګډون کم شوی دی .

د میرمنو دپانګونې د ټولګې ددغه راپور په اساس،  د صنائعو  په برخې کې د میرمنو د پانګونې برخه درې پنځوس فی صده،په کرهڼیزوچارو کې نولس فی صده او  دخدماتو په برخې کې  هم کابو پنځه فی صده  ښودل شوې ده .