د افغان د میرمنوداقتصادي توانمنیو رابرسیره کول په لومړیتوب کې دي
د میرمنو دپانګونې د ټولګې ددغه راپور په اساس، د صنائعو په برخې کې د میرمنو د پانګونې برخه درې پنځوس فی صده،په کرهڼیزوچارو کې نولس فی صده او دخدماتو په برخې کې هم کابو پنځه فی صده ښودل شوې ده .
زمونږ خبریال د افغانستان طلوع خبري آژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان د اقتصادي چارو د وزارت له خوا د افغان میرمنو د توانمنیو درابرسیره کولو غونډه جوړه شوې ، چې یو شمیر ویناوالو د افغان میرمنو د وړتیاؤ او توانمنیو په باب پکې ویناوې کړي دي .
د افغانتسان د اقتصادي چارو د وزارت مرستیال نذیر کبیري په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې د افغان میرمنو داقتصادي توانمنیو زیاتیدا د وړتیاؤ په باب وئيلی دي ، دافغان میرمنو وړتیاوې او فعالیتونه د ژوند په هر ډګر کې په تیره بیا په اقتصادي ډګر کې په اوڅاره توګه لیدل کیږی ، چې دغه وزارت به ورته په ملي سویه ډیر اهمیّت ورکړي
د افغانستان د میرمنو دچارو وزیرې میرمن حسینه ساپئ هم په خپلې وینا کې د میرمنو د توانمنیو د لارې د نقشې برابرول ددغه وزارت یو مهم لومړیتوب بللی و وئيلي ئې دي ،د افغانستان په اقتصاد کې دمیرمنو دګډون دښه کیدا لامل کیدلی شي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د اقتصادي چارو د وزارت د احصایو په اساس په تیر یوه کال کې دپه بیلابیلو اقتصادي فعالیتونو کې دمیرمنو ګډون کم شوی دی .
د میرمنو دپانګونې د ټولګې ددغه راپور په اساس، د صنائعو په برخې کې د میرمنو د پانګونې برخه درې پنځوس فی صده،په کرهڼیزوچارو کې نولس فی صده او دخدماتو په برخې کې هم کابو پنځه فی صده ښودل شوې ده .