په ایران کې بندیان۳۰۶ افغانان افغانستان ته وسپارل شول
د ایران د عدلیې د چارو مرستیال وزیر په وینا ، دغه کسان د ایران او افغانستان ترمینخ د محکومانو د منتقلولو په اړه دموافقې په اساس او دایران دخارجه وزارت په مشورو سره افغانستان ته منتقل کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د محکومانو د منتقلونکي کاري ډلې مشرمحمود عباسي وئيلی دي دغه کسان چې د ایران په بندونو کې په مختلفو جرمنو بندیان شوي وو، دخپل محکومیّت دوام به په افغانستان کې تیر کړي .
عباسي وئيلی دغه افغانان د دوغارون له پولې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي
د محکومو شوو کسانو د د کاري ډلې مشر همداراز وئیلی ديۍ راتلونکي اونۍ به په ایران کې نور محکوم کابو پنځه سوه افغانان هم خپل هیواد ته منتقل شي .
د افغانستان د عدلیې د چارو مرستیال وزیر په وینا ، دغه کسان د ایران او افغانستان ترمینخ د محکومانو د منتقلولو په اړه دموافقې په اساس او دایران دخارجه وزارت په مشورو سره افغانستان ته منتقل کیږي .