افغانستان کښې د ښځینه خبریالانو خلاف تشدد زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97502-افغانستان_کښې_د_ښځینه_خبریالانو_خلاف_تشدد_زیات_شوی_دی
 د افغانستان د  خبریالو ښځو د ملاتړ مرکز  په دغه هیواد کې د ښځو په خلاف د تاوتریخوالي په زیاتېدونکو مواردو اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2021 13:47 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د ښځینه خبریالانو خلاف تشدد زیات شوی دی

 د افغانستان د  خبریالو ښځو د ملاتړ مرکز  په دغه هیواد کې د ښځو په خلاف د تاوتریخوالي په زیاتېدونکو مواردو اندیښنه څرګنده کړه.

 د اریا نیوز د راپور له مخې د دغه رسندویي ادارې مشرې وویل  په تېر یو کال کې د ښځو خبریالانو په خلاف د تاوتریخوالي تر سلو زیات موردونه ثبت شوې چې تر شلو زیات یې په کابل کې پېښ شوې دي.

فریده نیکزاد ټینګار وکړ امنیتي ګواښونه، هدفمن ترورونه، د کرونا ویروس خپرېدل او د سولې دخبرو اترو بې نتیجې بهیر  د هغوي  ژوند او سوله تر اغیز لاندې راوستې ده. هغې زیاته کړه چې د وروستیو ناامنیو په وجه تر لسو زیاتې خبریالې ښځې د خپلو سیمو پرېښودلو ته مجبوره  شوې او  لس نورې  هم له مجبورۍ بهرنیو هیوادونو ته تللې ديږ

په تېرو څلورو میاشتو کې یوولس خبریالان  او د رسندویو کارکوونکي منجمله څلور ښځې په افغانستان کې وژل شوې دي.