په هرات ولایت کې کار بم چاودنې ۶۰کسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97542-په_هرات_ولایت_کې_کار_بم_چاودنې_۶۰کسانو_وینه_وبهوله
د افغانستان په مختلفو سیمو کې دغه ډول پيښې په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو هیڅ راتلونکي نه معلومیږي ا و دا فغانستان ولس نور ورڅخه نهیلی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2021 01:22 Asia/Kabul
  • په هرات ولایت کې کار بم چاودنې ۶۰کسانو وینه وبهوله

د افغانستان په مختلفو سیمو کې دغه ډول پيښې په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو هیڅ راتلونکي نه معلومیږي ا و دا فغانستان ولس نور ورڅخه نهیلی شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان  د هرات  والی  عبدالوحید قتالي بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دغه چاودنه  کابو نهه نیمې بجې شپې  د هرات ښار د ۱۴  امنیتي حوزې  په اړونده حوزې کې شوي  چې له امله ئې  اوه  کسان وژل شوي او کابو ۵۲نور ئې ټپیان شوي دي .

د هرات د   روغتون یوه  مسؤل محمد رفیق شېرزي هم وئيلی  دي ،په وژل شوو کسانو کې دوه پوځيان ، دوې ښځې، درې ماشومان او درې نارینه شامل دي البته ځيني کسان پکې مرګي حاله هم دي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې په تأییدولو سره وئيلي دي په دغې  چاودنې  کې په لسګونو کورونو ته هم تاوانونه اوښتي دي

 ددغې پيښې پړه دخبر تر مخابیره کیدا پورې چا په  غاړه نه ده اخستي خو  دافغانستان دکورنیو چارو وزارت یوه مسئول مقام وئيلي دي دغه شان حملې د وسلوالو  طالبانو له خوا کیږي .

  د افغانستان په مختلفو سیمو کې دغه ډول پيښې په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې  په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو هیڅ  راتلونکي نه معلومیږي ا و  دا فغانستان ولس نور ورڅخه  نهیلی شوی دی .