په افغانستتان کښې ۱۳ نور کسان په کورونا اخته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97614-په_افغانستتان_کښې_۱۳_نور_کسان_په_کورونا_اخته_شوي
د افغانستان د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۹۷۲ تنو ته ورسېد.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2021 13:57 Asia/Kabul
  • په افغانستتان کښې ۱۳ نور کسان په کورونا اخته شوي

د افغانستان د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۹۷۲ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په تېرو څلوريشتو ساعتونو کښې له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او شپږ تنه ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۴۵۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۹ زره او ۴۷۷ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ دے او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.