په ننګرهار ولایت کښې یو پولیس ووژل شو
Mar 14, 2021 14:01 Asia/Kabul
امنیتي سرچینې وايي چې نن د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یو پولیس د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.
سرچینې زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار د جلال اباد ښار د لومړي حوزې په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځه شوه چې ناپېژانده وسله والو د برېښنا ریاست د دفتر پر ساتونکي پولیس برید وکړ.
سرچینې زیاتوي چې بریدګرو د دغه پولیس وسله له ځان سره وړې ده.
امنیتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت لا نه دے منلی.
ټیګونه