کابل کې دوې پرله‌ پسې چاودنې 13 کسانو ته مرګژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97624-کابل_کې_دوې_پرله_پسې_چاودنې_13_کسانو_ته_مرګژوبله_اړولې
په کابل کې د پولیسو چارواکي وایي چي تېره شپه په دوو پرلپسې چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2021 03:53 Asia/Kabul
  • کابل کې دوې پرله‌ پسې چاودنې 13 کسانو ته مرګژوبله اړولې

په کابل کې د پولیسو چارواکي وایي چي تېره شپه په دوو پرلپسې چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

لومړۍ چاودنه د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سرکاریز سیمه کې پر یو تونس ډوله موټر شوې.

دويمه چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند پل‌سوخته سيمه کې شوې ده.

‏د کابل پولیس وايي، د برایي ماښام په دوو چاودنو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.