د امریکا په وړاندې شوي پلان ارزونې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97644-د_امریکا_په_وړاندې_شوي_پلان_ارزونې_روانې_دي
د افغانستان د لسمشر اشرف غني او ددغه هیواد یوشمیر سیاسی اومذهبی شخصیتونو پشمول د افغانستان چارواکي او ولس د امریکا له دوکه باز او ګوت وهونکي پلان له مطرح کیدا سره خپل جوت مخالفت نندارې ته وړاندې کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 15, 2021 08:49 Asia/Kabul
  • د امریکا په وړاندې شوي پلان ارزونې روانې دي

د افغانستان د لسمشر اشرف غني او ددغه هیواد یوشمیر سیاسی اومذهبی شخصیتونو پشمول د افغانستان چارواکي او ولس د امریکا له دوکه باز او ګوت وهونکي پلان له مطرح کیدا سره خپل جوت مخالفت نندارې ته وړاندې کړی دی .

 تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی ،په قطر کې د طالبانوډلې دسیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم وردګ  بلاخره نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي  دي  د افغانستان د موقتي حکومت دجوړولو لپاره د اریکا په پلان غور روان دی  او له څو ورځو راهسې ارزول کیږي .

 محمد نعیم وردک وئيلی دي ، دغه ډله به ډ ير زر د انتقالي حکومت دجوړیدا لپاره  دامریکا  دپلان په باب خپل دریځونه مشخص کړي . 

 داپه داسې حال  کې دي ، چې  د افغانستان د لسمشر اشرف غني او ددغه هیواد یوشمیر سیاسی اومذهبی شخصیتونو پشمول  د افغانستان چارواکي  او ولس  د امریکا له دوکه باز او ګوت وهونکي پلان  له مطرح کیدا سره  خپل جوت مخالفت نندارې ته وړاندې کړی  دی .

 د افغانستان حکومت ټينګار کړی ،ددغه هیواد په حکومت کې هرډول  بدلونونه باید  دولس د هوډ اوارادې باندې مشتمل وي او هیڅوک  ورڅخه  انکار نشي کولی او دا  هوډ او اراده د انتخاباتو له لارې  معلومیدلی شي .