د غني حکومت دې دامریکا نارواغوښتونو ته تسلیم نشي
د موقته حکومت او له طالبانو سره دمشارکتي حکومت د جوړولو په باب اشرف غني ته د امریکا د خارجه وزیر دسختې لهجې او ګواښونکی پیغام ، د افغانستان د ولس ، حکومتي چارواکو،سیاسی او مذهبی شخصیتونو له سخت مخالفت سره مخ شوی
زمونږخبریا ل د آریا نیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دولسمشر پخوانی مرستیال مارشل عبدالرشید دوستم له څلور کلونو وروسته دلومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په بیړنۍ غونډې کې ګډون درلودلی دی .
د اشرف غني سلاکار سردار محمد ځدراڼ وئيلي دي ،ددغې غونډې موخه دافغانستان دسیاسی حالاتو په باب له درستو سیاسی مشرانو سره خبرواترو کول او ددغه هیواد دبحران دحل لپاره د ترټولو ښې لارې په نظر کې نیول دي .
د افغانستان د ولسی جرګې یوې غړې میرمن بلقیس روشان هم وئيلي دي ، اشرف غني باید د موقته حکومت دجوړیدا په باب دامریکا ددغه سرزوري پلان په وړاندې مقاومت وکړي او دامریاک نارواؤ غوښتنو ته دې تسلیم نشي .
د افغانستان دسیاسی چارو یو کارپوه ویس ناصري هم وئيلي دي مارشل دوستم چې د افغانستان په څلورلسیزې جنګ کې اوږده مخینه لري ، کابل ته په داسې څال کې وارد شوی ، چې دامریکا حکومت له طالبانو ډلې سره په مشارکتي حکومت کې د دګډون یا د موقته حکومت دمنلو لپاره پر افغان حکومت د دباؤ د اچولو هڅه کوي .
د افغانستان د ملی اسلامی غورځنګ ویندوي احسان نیرو وئيلي دي ،ټاکل شوې ده ، مارشل دوستم ډير زر د سولې دخبرواترو په غونډې کې د ګډون لپاره ماسکو ته لاړ شي .
د موقته حکومت او له طالبانو سره دمشارکتي حکومت د جوړولو په باب اشرف غني ته د امریکا د خارجه وزیر دسختې لهجې او ګواښونکی پیغام ، د افغانستان د ولس ، حکومتي چارواکو،سیاسی او مذهبی شخصیتونو له سخت مخالفت سره مخ شوی او دا پیغام ئې په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو پوځي شتون د ناکامۍ او د نظام د نابودولو او دغه راز له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو د ویستلو په باب د قطر دموافقې تر اغیز لاندې د راوستو لباره ګڼلی دی .