په افغانستان کې امنیت د درستې سیمې لپاره مهم دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97648-په_افغانستان_کې_امنیت_د_درستې_سیمې_لپاره_مهم_دی
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی پرون د افغانستان په چارو کې د مشورو لپاره دیوه سیاسی او امنیتی پلاوي په مشرۍ تهران ته په سفر راغلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2021 09:25 Asia/Kabul
  •   په افغانستان  کې امنیت د درستې سیمې لپاره مهم دی

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی پرون د افغانستان په چارو کې د مشورو لپاره دیوه سیاسی او امنیتی پلاوي په مشرۍ تهران ته په سفر راغلی دی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمدجواد ظریف پرون ناوخته  په تهران کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیرله ځانګړي استازي صادق خان سره سره  کتنه کړې او د افغانستان  د  وروستیو بدلونونو او  حالاتو په باب ئې ورسره خبرې اترې کړي د ي .

 دایران  خارجه  وزیر په دغې کتنې کې په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا پرحیاتي اهمیّت په ټينګارسره په افغانستان کې د سولې  له ټينګیدا سره د مرستې او ددغه هیواد د ولس د بریاؤ دساتنې لپاره  دسیمه ایزو ملګرتیاؤ  پر ضرورت هم ټينګار کړ ی.

 د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم په شوو صلاح مشورو رضایت ښودلی او د افغانستان د وروستیو بدلونونو او حالاتو په باب ئې د پاکستان لیدتوګه تشریح کړې ده .د  افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی پرون د افغانستان  په چارو کې د مشورو لپاره  دیوه سیاسی او امنیتی پلاوي په مشرۍ  تهران ته په سفر راغلی دی .

Image Caption