په افغانستان کې امنیت د درستې سیمې لپاره مهم دی
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی پرون د افغانستان په چارو کې د مشورو لپاره دیوه سیاسی او امنیتی پلاوي په مشرۍ تهران ته په سفر راغلی دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمدجواد ظریف پرون ناوخته په تهران کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیرله ځانګړي استازي صادق خان سره سره کتنه کړې او د افغانستان د وروستیو بدلونونو او حالاتو په باب ئې ورسره خبرې اترې کړي د ي .
دایران خارجه وزیر په دغې کتنې کې په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا پرحیاتي اهمیّت په ټينګارسره په افغانستان کې د سولې له ټينګیدا سره د مرستې او ددغه هیواد د ولس د بریاؤ دساتنې لپاره دسیمه ایزو ملګرتیاؤ پر ضرورت هم ټينګار کړ ی.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم په شوو صلاح مشورو رضایت ښودلی او د افغانستان د وروستیو بدلونونو او حالاتو په باب ئې د پاکستان لیدتوګه تشریح کړې ده .د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی پرون د افغانستان په چارو کې د مشورو لپاره دیوه سیاسی او امنیتی پلاوي په مشرۍ تهران ته په سفر راغلی دی .