ّه میدان وردگ ولایت کي څلور ښونځي رغول شوي دي
په میدان وردګ ولایت کې د څه باندې څلور میلیونو افغانیو په لګښت سره د یوه لومړني ښوونځي د رغولو چارې بشپړې شوې
زمونږخبریال له غزني راپور راکړ د افغانستان د میدان وردګو ولایت سیمه ایز چارواکي وایي ،په دې ولایت کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پرګرام له لورې د لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ په (خار زار ) سیمې کې د نجونو او هلکانو د یوه لومړني ښوونځي د رغولو چارې په یو کال کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره د دې ولایت د پوهنې ریاست ته رسماً وسپارل شو.
ویل کیږي یاد ښوونځی شپږ ټولګي، یوه اداري خونه، یوه د څښاک اوبو څاه او درې تشنابونه لري، چې پر رغولو یې ۴ میلیونه، ۴ لکه او ٨٤ زره افغانۍ لګښت شوی، چې په راتلونکي کې به د یادې سیمې سلګونه زده کوونکې د زده کړو لپاره د یوه معیاري او مناسب چاپیریال څخه برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دوې ورځې وړاندې دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د څه کم (۱۱) میلیونو افغانیو په ارزښت د یوه جامع جومات د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ویل کیږي چې یاد جومات چې د (بمبائي) کلي کې جوړیږي، په یوه وخت کې د (۹۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري، د یاد جومات په نقشه کې د اوداسه لپاره مجهز تشنابونه لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي چې په عصري او معیاري شکل به جوړیږي.