په بغلان کې د استادانو او محصلینو پر موټر برید شوی
Mar 16, 2021 08:29 Asia/Kabul
د بغلان پولیس وایي، په دغه ولایت کې د پوهنتون د استادانو او محصلینو پر بس وسلوال برید شوی چې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
په کابل کې زموږ د خبریال د راپور سره سم، د محصلینو او د استادانو بس چي د بغلان پوهنتون په لاری و د پلخمري په ښار کې له یو راکټي برید سره مخ شو چي د امله یې د بس چلوونکی او یو محصل وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت هم د دې پیښي پخلی کوي.
سرچینه زیاتوي چې په قربانیانو کې یو محصل او د موټر چلوونکی شامل دی او ټپيان د پوهنتون استادان دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید په تړاو څه نه دي ویلي.
ټیګونه