د طالبانو سیاسي استازي به د مسکو په غونډه کې برخه واخلي
Mar 16, 2021 13:02 Asia/Kabul
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر منلې چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدنکې ناسته کې ګډون کوي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر په مشرۍ به ۱۰ کسیز پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
دا غونډه چې طالبان هم وربلل شوي، ټاکل شوې ده د مارچ په اتلسمه نېټه په مسکو کې ترسره شي.
د افغانستان حکومت په استازیتوب به د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
ټیګونه