د افغانستان په لوېدیځه کې د پاشدان په بند مرګونی برید
Mar 16, 2021 13:50 Asia/Kabul
د افغانستان په لوېدیځه ولایت هرات کې د پاشدان په بند باندې د مخالفو وسله والو ډلو په برید کې درې تنه وژل شوي او یو شمېر زخمیان شوي دي.
د افغانستان د اوبو د چارو ویاند نظام خپلواک اعلان وکړ چي نن سهار مخالفو وسله والو په هرات کې د پاشدان په بند باندې برید وکړل چي د امله یې د دې بند درې ساتونکي وژل شوي، یو ټپي شوی او څلور تنه بیا نادرکه شوي دي.
تر دې دمه هیڅ یوې وسله والي ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ټیګونه