د افغانستان دبحران د حل کولو لپاره تیار یوو
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د کابینې په غونډې کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ئې کړې هیله ښودلې په راتلونکي ۱۴۰۰ لمریز کال کې په خپل هیواد کې د سولې او ثبات دټينګیدا شاهدان ووسو.
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر ا... صالح پرون په کابل کې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنې کې وئيلی دي ، سوله د افغانستان د ولس اصلي ضرورت دی او خلک د جنګ جګړو او وژلو د ختمولو لپاره شیبې شمیري .
د امر ا... صالح دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ،چې زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان ولسمشر اشر ف غني او دملی مصالحې د لوړې شورا له مشر عبدا...عبدا... سره هم لیده کاته کړي دي .
وئيل کیږي ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د کابینې په غونډې کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ئې کړې هیله ښودلې په راتلونکي ۱۴۰۰ لمریز کال کې په خپل هیواد کې د سولې او ثبات دټينګیدا شاهدان ووسو.