حامد کرزی په کابل کښې شوې چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97766-حامد_کرزی_په_کابل_کښې_شوې_چاودنه_وغندله
د افغانستان پخواني ولسمشر، د کابل د نن سهار چاودنه  بشري ضد جنایت وباله.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 18, 2021 11:37 Asia/Kabul
  • حامد کرزی په کابل کښې شوې چاودنه وغندله

د افغانستان پخواني ولسمشر، د کابل د نن سهار چاودنه  بشري ضد جنایت وباله.

د افغانستان پخواني ولسمشر، د کابل د نن سهار چاودنه  بشري ضد جنایت وباله.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې نن سهار  د کابل په خېرخانه سیمه کې  په یو ګاډي د ماین د چاودلو  له امله  څلور تنه مړه او څوارلس ژوبل شول.

 ښاغلي کرزي د دغه شان چاودنو په غندلو سره له طالبانو وغوښتل چې نور جنګ او جګړه پرېږدي او د خبرو اترو د کامیابۍ هڅه دې وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله هم  د ملکي کسانو وژله بشري ضد جنایت او د ټولو اسلامي او اخلاقي اصولو خلاف کار وباله.

 دغه چاودنه چې نن سهار د ماین  د دولت د کارمندانو په ګاډي په خېر خانه کې شوې څلور تنه مړه او څورالس ژوبل شوې دي.  اکثره قربانیان او ژوبل د مخابراتو د وزارت کارمندان دي.