حامد کرزی په کابل کښې شوې چاودنه وغندله
Mar 18, 2021 11:37 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر، د کابل د نن سهار چاودنه بشري ضد جنایت وباله.
د افغانستان پخواني ولسمشر، د کابل د نن سهار چاودنه بشري ضد جنایت وباله.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې نن سهار د کابل په خېرخانه سیمه کې په یو ګاډي د ماین د چاودلو له امله څلور تنه مړه او څوارلس ژوبل شول.
ښاغلي کرزي د دغه شان چاودنو په غندلو سره له طالبانو وغوښتل چې نور جنګ او جګړه پرېږدي او د خبرو اترو د کامیابۍ هڅه دې وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ملکي کسانو وژله بشري ضد جنایت او د ټولو اسلامي او اخلاقي اصولو خلاف کار وباله.
دغه چاودنه چې نن سهار د ماین د دولت د کارمندانو په ګاډي په خېر خانه کې شوې څلور تنه مړه او څورالس ژوبل شوې دي. اکثره قربانیان او ژوبل د مخابراتو د وزارت کارمندان دي.
ټیګونه