امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97770-امریکايي_ځواکونه_دې_له_افغانستانه_ووځي
طالبانو یو ځل بیا  له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2021 11:42 Asia/Kabul
  • امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي

طالبانو یو ځل بیا  له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په هکله خبرداری ورکړ.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد بېګا  له فرانس پریس سره په مرکه کې وویل  که امریکایان د قطر د موافقې په اساس په خپل وخت له افغانستانه ونه وځي د دغه کار د پایلو ذمه واري به د امریکا په غاړه وي.

 طالبانو ژمنه وکړه چې  د امریکا د شاتګ په وړاندې امنیتي ضمانتونه ورکوي او د کابل له دولت سره نېغ په نېغه خبرې پېل کړي.

دا په داسې حال کې دي چې  د امریکا ولسمشر  وویل  د دوحې په موافقې کې باید بیا کتنه وشي او امریکایي او د ناټو ځواکونه  په افغانستان کې خپل شتون ته هماغه راز دوام ورکوي.

 ده ادعا وکړه چې  د دوحې په موافقې کې  جامعې خبرې نه دي شوې او باید بیا کتنه پکې وشي.