ظالبان:
امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي
Mar 18, 2021 11:42 Asia/Kabul
طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په هکله خبرداری ورکړ.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد بېګا له فرانس پریس سره په مرکه کې وویل که امریکایان د قطر د موافقې په اساس په خپل وخت له افغانستانه ونه وځي د دغه کار د پایلو ذمه واري به د امریکا په غاړه وي.
طالبانو ژمنه وکړه چې د امریکا د شاتګ په وړاندې امنیتي ضمانتونه ورکوي او د کابل له دولت سره نېغ په نېغه خبرې پېل کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر وویل د دوحې په موافقې کې باید بیا کتنه وشي او امریکایي او د ناټو ځواکونه په افغانستان کې خپل شتون ته هماغه راز دوام ورکوي.
ده ادعا وکړه چې د دوحې په موافقې کې جامعې خبرې نه دي شوې او باید بیا کتنه پکې وشي.
ټیګونه