په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97792-په_مسکو_کې_د_افغان_سولې_په_تړاو_غونډه_پیل_شوه
په مسکو کې د افغان سولې لپاره ځانګړې غونډه د روسیې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ پرانیستل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2021 03:47 Asia/Kabul
  • په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه پیل شوه

په مسکو کې د افغان سولې لپاره ځانګړې غونډه د روسیې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ پرانیستل شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې د ویناوالو له ډلې او له طالبانو غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاته شي.

د غونډې له جریانه لا ډېر جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو اټکل دا دی چې د ورځې په پای کې د شویو بحثونو په اړه یوه اعلامیه خپره شي.

غونډه کې د افغان دولت په استازيتوب د افغانستان د مصالحې د شورا مشر عبدالله او د طالبانو لوړپوړو پلاویو د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په ګډون برخه اخیستې او پر دې سربېره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ورغلی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې  د افغان حکومت او طالب استازو په ګډون د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازي برخه لري.

د مسکو غونډه اوس د تړلو دروازو تر شاه روانه ده، یوازې د روسیې دریو رسنیو ته اجازه ورکړل شوې ده.