میدان وردګ کې هلیکوپټره په توغندي ویشتل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97804-میدان_وردګ_کې_هلیکوپټره_په_توغندي_ویشتل_شوې
د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هليکوپټره په توغندي ویشتل شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2021 04:09 Asia/Kabul
  • میدان وردګ کې هلیکوپټره په توغندي ویشتل شوې

د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هليکوپټره په توغندي ویشتل شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم، د دې ولایت یوه ځایي چارواکي او د هوایي ځواک یوه کارکوونکي ویلې چي د افغان ځواکونو یوه الوتکه د پورته کېدو پر مهال ویشتل شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغې الوتکې د لوېدو لامل نه ښيي، خو وایي، پېښه تېره شپه شوې او ۹ کسان پکښې وژل شوي چې ۴ تنه یې عمله او ۵ یې امنیتي ځواکونه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي په دغه پېښه کې طالبان لاس نه لري.

ځینو افغان رسنیو ویلي چې دا الوتکه د سیمه ییزو وسله والو له خوا ویشتل شوې ده.