ټولشموله حکومت د یوې سیاسی موافقې زمینه کیدلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97806-ټولشموله_حکومت_د_یوې_سیاسی_موافقې_زمینه_کیدلی_شي
د ماسکو په غونډې کې د افغانستان د پلاوي غړي او پخواني ولسمشر وئيلي دي،له موقتي حکومته دهغه ملاتړ هیڅکله هم په دې معنا نه دی،چې اوسنی نظام قرباني شي،بلکې باید ولس د یوه ډ يموکراټيک نظام په چوکاټ کې سره متحد شي . حامد کرزي زیاته کړې ده،طالبان باید له اوسني حکومت سره موافقه وکړي یا دا چې یو موقته حکومت جوړ شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 19, 2021 08:50 Asia/Kabul
  •  ټولشموله حکومت د یوې سیاسی موافقې زمینه کیدلی شي

د ماسکو په غونډې کې د افغانستان د پلاوي غړي او پخواني ولسمشر وئيلي دي،له موقتي حکومته دهغه ملاتړ هیڅکله هم په دې معنا نه دی،چې اوسنی نظام قرباني شي،بلکې باید ولس د یوه ډ يموکراټيک نظام په چوکاټ کې سره متحد شي . حامد کرزي زیاته کړې ده،طالبان باید له اوسني حکومت سره موافقه وکړي یا دا چې یو موقته حکومت جوړ شي .

زمونږخبریال د صدای افغان خبري اژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي د افغانستان دسولې  په اړه د ماسکو غونډې ترڅنګ په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،موقتي حکومت جوړیدا په افغانستان  کې د یوې سیاسی موافقې  دترلاسه کولو زمینه  برابرولی شي .

  د ماسکو په غونډې کې د افغانستان د پلاوي غړي او پخواني ولسمشر  وئيلي دي،له موقتي حکومته  دهغه ملاتړ هیڅکله هم په دې معنا نه دی،چې اوسنی نظام قرباني شي،بلکې باید ولس د یوه ډ يموکراټيک نظام په چوکاټ کې سره متحد شي .حامد کرزي زیاته کړې ده،طالبان باید  له اوسني حکومت سره موافقه وکړي  یا دا چې یو موقته حکومت جوړ شي .

 داپه داسې حال کې دي ،چې موقتي حکومت د امریکا او روسیې یوه ملاتړي آئيډیا ده او داسې ښکاري د ماسکو او استانبول  دغونډو یو مهم چورلیزهم همدغه آئيډیا شي .دغه آئيډیا د افغانستان دحکومت له  مخالفت سره  هم مخ شوې ده .

 ټاکل شوې ده په اپریل میاشت کې د ماسکو غونډې ته ورته د ترکیې په استانبول کې هم د افغانستان  د سولې په اړه غونډه ترسره شي .