جوبایډن په افغانستان کې ترشپږو میاشتو پورې ترهه ګرپوځ ساتي
متحده ایالات په هغې موافقې کې چې تیر کال ئې په قطر کې له طالبانو ډلې سره لاسلیک کړي ، ژمن شوي څو خپل عسکر دمئ تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستانه وباسي .
این بی سي نیوز چینل د دوو خبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی ،د امریکا ولسمشر جوبایډن د خبل ملی امنیت ټيم له غړو سره په وروستیو خبرو کې د مئ میاشت تر لومړۍ نیټې پورې په افغانستان کې د امریکائي پوځ دساتلو لپاره د دفاع وزارت له اقداماتو سره مخالفت کړی دی .خو هغه هڅول شوی څو دامریکائې پوځ دشتون تر شپږو میاشتو پورې تمدیدولو باندې غور وکړي .
د امریکا ددفاع وزارت ویندوي جان کربي وئيلي دي ، په دغه سیاست بیاکتنه،هماغه راز په ایجنډا کې شته او دا چې په راتلونکي کې په افغانستان کې د امریکائي پوځ داندازې په باب کومه فیصله نه ده شوې .
جوزف بایډن د چارشنبې په ورځې له این بی سی خبری چینل سره په خبرو کې وئيلي دي په دې غور روان دی ، چې امریکائي عسکر کله له افغانستانه ووځي او چد مئ تر لومړۍ نیټې پورې د دوي شاتګ ګرانه خبره ده . له افغانسانه د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو په ویستلو کې هرډول ځنډ په باب باید د واشنګټن او طالبانو ډلې دتیر کال په شوي موافقې کې وارزول شي .
متحده ایالات په هغې موافقې کې چې تیر کال ئې په قطر کې له طالبانو ډلې سره لاسلیک کړي ، ژمن شوي څو خپل عسکر دمئ تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستانه وباسي .