د کابل حکومت اوطالبان د سولې دخبروپه چټکتیا سره پخلاشوي
ټاکل شوې ده دماسکو له غونډې وروسته په اپریل میاشت کې د ترکیې په استانبول کې هم د ماسکو په څیر غونډه جوړه شي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې پلاوي چې د ماسکو د غونډې په دوام کې په روسیې کې دي ، د افغانستان د سولې دخبرواترو په ناستې کې ، د سولې په خبرواترو کې د چټکتیا په باب سره موافقې ته رسیدلي دي .
البته په دې باب لازیات جزیات نه دي خپرۀ شوي . له دې مخکې د افغانستان حکومت ، ولس او شخصیتونو په کرتو د خبرواترو دبهیر په سستیدا نیوکې کړي وې .
په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرواترو عمومي ناسته نن دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پاي ته رسیدلې ده .
ټاکل شوې ده د ماسکو له غونډې وروسته په اپریل میاشت کې د ترکیې په استانبول کې هم د ماسکو په څیر غونډه جوړه شي .