هرات کې سخت بادونه ۱۴ کسانو ته مرګژوبله واړوله
Mar 20, 2021 03:51 Asia/Kabul
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د جمعې په ورځ د سختو بادونو له کبله کې څلور کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا د ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي رسنیو ته وویل چې د سختو بادونو له کبله د ونو او دیوالونو د نړېدو له کبله دغو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی وایي، په مړو کې یوه ښځه او درې نارینه دي.
همدارنګه ، درې ماشومان، دوې ښځې او پنځه نارینه بیا ټپیان شوي دي چې د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
ټیګونه