افغان دولت د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97834-افغان_دولت_د_بهرنیو_ځواکونو_له_وتلو_څخه_هرکلی_وکړ
د طالبانو سره د افغانستان د دولت د مذاکره کوونکو پلاویو ویاند وویل: د اشرف غنی دولت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تیار دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2021 03:56 Asia/Kabul
  • افغان دولت د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه هرکلی وکړ

د طالبانو سره د افغانستان د دولت د مذاکره کوونکو پلاویو ویاند وویل: د اشرف غنی دولت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تیار دی.

د افغانستان د سولي د مذاکرچي ټیم ویاند نادر نادري زیاته کړه چي یواځې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه فیصله کولایشي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د تړون له مخې امریکا باید د مې تر میاشتي پوري له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړي خو د امریکې نوی ولسمشر بایډن په وروستیو ورځو کې ویلي چي په ټاکل شوې موده کې به خپل فوځیان له افغانستان څخه نه وباسي.