افغانان په درستې نړۍ کې تر ټولو غمجن ښاریز وپيژندل شول
دافغانستان خلک په داسې حال کې ددغه جدول په لاندینئ کرښې کې واقع شوي چې څلور لسزې کیږي ، دجنګ ،کډوالۍ ګډوډیو او دبې کوره کیدا له ترینګلو حالاتو سره لاس او ګریوان دي . چې په تیرو دوو لسیزو کې ده چې له ۲۰۰۱کال راهسې تر دې دمه د ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره د مبارزې په پلمه په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د امریکا له ماتې خوړلې پوځي شتون څخه کړیږي او دژوند تر ټولو سختې شیبې تیروي
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د نړۍ د خوشالۍ په کلني ر اپور کې چې په همداوروستیو کې خپور شوی ،ښودل شوي ، چې افغانستان دنړۍ په یو سل نهه څلویښت هیوادونو کې ، دنړۍ تر ټولو غمجن او خپه خلک دي .
په دغې رده بندۍ کې له افغانستانه وروسته لسوټو ، بوټسوانا ،روانډا او زیمبابوې راځي .
همداراز دنړۍ په ترټولو خوشالو ښاریزو کې په سر کې دفنلینډ خلک دي او له فنلینډ وروسته د ډ ڼمارک ، آئزلینډ، سویس او هالینډ خلک تر ټولو خوشال خلک دي .
دافغانستان خلک په داسې حال کې ددغه جدول په لاندینئ کرښې کې واقع شوي چې څلور لسزې کیږي ، دجنګ ،کډوالۍ ګډوډیو او دبې کوره کیدا له ترینګلو حالاتو سره لاس او ګریوان دي . چې په تیرو دوو لسیزو کې ده چې له ۲۰۰۱کال راهسې تر دې دمه د ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره د مبارزې په پلمه په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د امریکا له ماتې خوړلې پوځي شتون څخه کړیږي او دژوند تر ټولو سختې شیبې تیروي او امیدونه ئې په ناامیدۍ بدل شوي او هماغه راز له خپلو کورونو د پریښودو په حال کې دي او په میلیونونو نور له افغانستانه په بهر کې په کډوالۍ کې ژوند تیروي .