افغانان په درستې نړۍ کې تر ټولو غمجن ښاریز وپيژندل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97852-افغانان_په_درستې_نړۍ_کې_تر_ټولو_غمجن_ښاریز_وپيژندل_شول
دافغانستان خلک په داسې حال کې ددغه جدول په لاندینئ کرښې کې واقع شوي چې څلور لسزې کیږي ، دجنګ ،کډوالۍ ګډوډیو او دبې کوره کیدا له ترینګلو حالاتو سره لاس او ګریوان دي . چې په تیرو دوو لسیزو کې ده چې له ۲۰۰۱کال راهسې تر دې دمه د ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره د مبارزې په پلمه په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د امریکا له ماتې خوړلې پوځي شتون څخه کړیږي او دژوند تر ټولو سختې شیبې تیروي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 20, 2021 10:59 Asia/Kabul
  • افغانان په درستې نړۍ کې تر ټولو غمجن ښاریز وپيژندل شول

دافغانستان خلک په داسې حال کې ددغه جدول په لاندینئ کرښې کې واقع شوي چې څلور لسزې کیږي ، دجنګ ،کډوالۍ ګډوډیو او دبې کوره کیدا له ترینګلو حالاتو سره لاس او ګریوان دي . چې په تیرو دوو لسیزو کې ده چې له ۲۰۰۱کال راهسې تر دې دمه د ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره د مبارزې په پلمه په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د امریکا له ماتې خوړلې پوځي شتون څخه کړیږي او دژوند تر ټولو سختې شیبې تیروي

زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله  راپور راکړ  د نړۍ د خوشالۍ په کلني ر اپور کې  چې په همداوروستیو کې خپور شوی ،ښودل شوي ، چې  افغانستان دنړۍ په یو سل نهه څلویښت هیوادونو کې ، دنړۍ تر ټولو غمجن او خپه  خلک  دي .

 په دغې رده بندۍ کې له افغانستانه وروسته لسوټو ، بوټسوانا ،روانډا او زیمبابوې  راځي . 

همداراز  دنړۍ په ترټولو خوشالو ښاریزو کې په سر کې دفنلینډ خلک دي او له فنلینډ وروسته د ډ ڼمارک ، آئزلینډ، سویس  او هالینډ خلک تر ټولو خوشال خلک دي  .

  دافغانستان خلک په داسې حال کې  ددغه  جدول په لاندینئ کرښې کې واقع شوي  چې  څلور لسزې کیږي ،  دجنګ ،کډوالۍ  ګډوډیو او دبې کوره کیدا له  ترینګلو حالاتو سره لاس او ګریوان دي . چې  په تیرو دوو لسیزو کې  ده چې  له ۲۰۰۱کال راهسې تر دې دمه د  ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره د مبارزې په پلمه  په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د امریکا  له ماتې خوړلې پوځي شتون څخه کړیږي  او دژوند تر ټولو سختې شیبې تیروي  او  امیدونه ئې په ناامیدۍ بدل شوي  او هماغه راز  له خپلو کورونو  د پریښودو په حال کې دي او په میلیونونو نور له افغانستانه په بهر کې په کډوالۍ کې ژوند تیروي .