د میدان وردګ پخواني پولیس قومندان هیڅ جرم نه دی کړی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بهسود ولسوالۍ په وروستیو خونړیو نښتو کښې د میدان وردګ ولایت د پولیسو تیر قومندان ا... داد فدايي هیڅ جرم نه دی ترسره کړی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بهسود ولسوالۍ په وروستیو خونړیو نښتو کښې د میدان وردګ ولایت د پولیسو تیر قومندان ا... داد فدايي هیڅ جرم نه دی ترسره کړی
د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر پرون په یوه خبري غونډه کښې وویل: ا... داد فدايي د بهسودو په وروستیو نښتو کښې په ملکي وګړو ډزې نه دي کړې.
عبدالصبور قانع زیاته کړه چې د ا... داد فدايي خلاف تراوسه هیڅ کوم تور نه دی ثابت شوی او د هغه تر امر لاندې یوشمیر ځواکونو په ملکي وګړو حمله کړې ده.
د ویلو ده چې یوې وسله والې ډلې تقریباً شل ورځې مخکښې د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کښې په ملکي خلکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۱ ملکیان مړه او ۳۱ نور زخمي شوي وو.
په عین حال کښې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ا... داد فدايي فعالیت معلق کړ او هه یې څارنوالۍ ته وړاندې کړ خو هغه په دې وروستیو کښې د لغمان ولایت لپاره د پولیسو د قومندان په توګه ګمارل شوی دی.