په بهسود ولسوالۍ کښې دولس وسله وال وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97878-په_بهسود_ولسوالۍ_کښې_دولس_وسله_وال_وژل_شوي_دي
دولس تنه مخالف وسله وال د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ باندې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو په برید کښې ووژل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2021 04:01 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

دولس تنه مخالف وسله وال د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ باندې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو په برید کښې ووژل شول

دولس تنه مخالف وسله وال د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ باندې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو په برید کښې ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د علي پور په نامه د حکومت د یوې مخالفې وسله والې ډلې په کسانو باندې د پوځي ځواکونو د حملو له امله دولس تنه مړه شوي او شپږ یې نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت علي پور یو غیرمسئول وسله وال قومندان ګڼي او د دغو عملیاتو وجه یې د سیمې د خلکو د سر او مال ساتنه اعلان کړې ده.

دا عملیاتو په داسې حال کښې ترسره شول چې علي پور په بهسود ولسوالۍ کښې د پوځي ځواکونو د هغې چورلکې د نسکورولو پړه منلې چې له امله يې نهه تنه مړه شوي وو.

له بلې خوا د افغانستان د ولسمشر امنیتي صلاحکار محمد محقق په بهسود ولسوالۍ کښې د وروستیو نیښتو په غبرګون کښې له دغو نښتو او په کښې دواړو لورو ته له اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او ویې ویل: د افغانستان حکومت ته نه وو پکار چې د بهسود په مسئله کښې په بیړه ناکه توګه له پوځي ځواکونو کار واخلي.