افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت د حصارک غلجایي ولسوالی ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97880-افغان_امنیتي_ځواکونو_د_ننګرهار_ولایت_د_حصارک_غلجایي_ولسوالی_ونیوله
د افغانستان امنیتي ځواکونو کابو لس کاله پس د ننګرهار د حصارک غلجايي ولسوالي له طالبانو خلاصه کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2021 04:09 Asia/Kabul
  • افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت د حصارک غلجایي ولسوالی ونیوله

د افغانستان امنیتي ځواکونو کابو لس کاله پس د ننګرهار د حصارک غلجايي ولسوالي له طالبانو خلاصه کړه

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار والي ضیاء الحق امر خیل وایی: وروسته له هغې چې امنیتي ځواکونودخواوشاه یوې میاشتې په موده کې د شیرزادو ولسوالي د وسله والو مخالفینو له شتونه پاکه او دغلته یې د ډاډمن امنیت لپاره امنیتي پوستې جوړې کړې، له لسو کالو وروسته امنیتي ځواکونه د زمکې له لارې حصارک غلجایی ولسوالۍ ته داخل شول او له هر ډول وسله وال مقاومت پرته د ولسوالۍ مرکز ته ورسیدل.

د ننګرهار والي هم داشان وویل چې امنیتي ځواکونه به د شیرزادو ولسوالۍ په څیر د حصارک ولسوالي هم د مخالفینوله شتونه پاکه کړي او دغلته به د بیا رغاونې د پروژو د پلې کیدو او د حکومت له لورې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره کړي .

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.