نوی کال په ننګرهار کې د پنځو پرلپسې چاودنو سره پیل شو  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97886-نوی_کال_په_ننګرهار_کې_د_پنځو_پرلپسې_چاودنو_سره_پیل_شو
په ننګرهار کې د نوي کال په لومړۍ ورځ کې پنځه پرلپسې چاودنې وشوې چي د امله یې یو ملکي وګړی وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2021 08:54 Asia/Kabul
  • نوی کال په ننګرهار کې د پنځو پرلپسې چاودنو سره پیل شو  

په ننګرهار کې د نوي کال په لومړۍ ورځ کې پنځه پرلپسې چاودنې وشوې چي د امله یې یو ملکي وګړی وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د پولیسو ویاند فرید خان وایي، لومړۍ چاودنه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې په کثافت دانۍ کې د اېښودل شوي ماین له امله رامنځته شوې، چې یو تن ملکي وګړی یې ټپي کړی دی.

فرید خان زياتوي، دویمه چاودنه بیا د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې، چې د ښاروالۍ یو تن کارکوونکی یې وژلی او بل ملکي تن یې ټپي کړی دی.

هغه وایې، درې نورې چاودنې هم د ښار په بېلابېلو برخو کې شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

تراوسه د یادو چاودنو مسولیت چا نه دی منلی

د ننګرهار د ولایت ځینې سیمې د داعش او ځینې د طالبانو په واک کې دي چي د امریکایي ځواکونو په شتون سره یې ناامنۍ څو چنده شوي دي.