د امریکا دفاع وزیر لویید آستین کابل ته راغی
Mar 21, 2021 11:41 Asia/Kabul
د امریکا دفاع وزیر آستین په یو ناڅاپه سفر کې کابل ته راغی لومړی یې په ارګ کې د افغانستان له ولسمشراشرف غني سره کتلي.
هغه کابل تر راتلو مخکي هند ته په سفر تللی وو، د بایډن د ادارې تر راتلو وروسته دا لومړنی امریکایي جګپوری چارواکی دی چي له افغانستان څخه لیدنه کوي.
دا په داسي حال کې دی چي امریکا هڅه کوي د موقتې ادارې د رامینځ ته کولو طرحه په افغان حکومت باندې د فشار په راوستلو سره ومني.
د کارپوهانو په وېنا دغه سفر هم کېدایشي دغي مسالې سره تړاو ولري.
د امریکا حکومت د موقتي ادارې طرحه یې څه موده مخکې کابل ته وړاندې کړه چي د افغان حکومت او د ګڼ شمېر افغان سیاستوالو له سخت مخالفت سره مخ شوه.
ټیګونه