د نوي کال په مناسبت د افغانستان د ولسمشر وېنا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97894-د_نوي_کال_په_مناسبت_د_افغانستان_د_ولسمشر_وېنا
د افغانستان ولسمشر د نوي کال په مناسبت کې له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چي د افغان حکومت سره په ګډه د افغانستان د سوکالی لپاره هڅه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2021 12:44 Asia/Kabul
  • د نوي کال په مناسبت د افغانستان د ولسمشر وېنا

د افغانستان ولسمشر د نوي کال په مناسبت کې له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چي د افغان حکومت سره په ګډه د افغانستان د سوکالی لپاره هڅه وکړي.

اشرف غني نن په خپلو وېناوو کې ټینګار وکړ چي یوه دوامداره او عادلانه سوله داسي وي چي دواړي لوري یو بل ومني او سره یو ځای شي.

د افغانستان ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل: راشئ یو بل سره لاس ورکړو او په ګډه دغه هیواد ودان کړو او د پردیو له لاسه یې وژغورو.

هغه همدارنګه په افغانستان کې روانه جګړه نامشورع وباله او د طالبانو څخه غوښتنه وکړه چي د پردیو له خوا استعمال نه شي.

دا خبري په داسي حال کې مطرح کیږي چي د افغانستاند کورنیو چارو د وزارت د راپور له مخې په تېر کال کې طالبانو تر ۶ زره زیات ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.