طالبانو تیر کال دوه زره ملکي افغانان وژلي دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په تېر یو کال کې د خپلو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه دوه زره ملکي وګړي وژلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په تېر یو کال کې د خپلو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه دوه زره ملکي وګړي وژلي دي.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې طالبانو په تېر کال کې ۹۲ ځانمرګي، ۲۱۷۳ ماین چاودنې او ۵۰۰ هدفي بریدونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د دغه بریدونو په پایله کې نږدې دوه زره ملکي وګړي وژل شوي او ۴۱۷۴ نور یې ټپيان کړي دي.
طارق ارین دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې د سولې د خبرو له پیلیدو سره هم مهاله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخته ډېره لوړه شوې ده.
طالبان بیا له خپل لوري ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي او دا راپورونه تش په نامه تبلیغات بولي.
د یادونې ده چې پرون ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې وړاندیز ومني او له جګړو لاس واخلي.
نوموړي په ارګ کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبان په ویاړ په تېر یوه کال کې د بهرنیو ځواکونو د نه وژلو خبره کوي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې ناروا جګړه جاري ساتلې ده. د هغه په خبره طالبان باید په دې ځان پوه کړي چې خپل ورور وژني او د خپلو وروڼو پر وړاندې روانه جګړه باید پای ته ورسوي.
هغه ټینګار کړی چې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او طالبانو ته په کار ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په دې توګه په هېواد کې د پردیو په لاس روانه کړې جګړه پای ته ورسوي.