اشرف غني د افغانستان له بد امنیتي حالته اندیښنه وښودله
د افغانستان ولسمشر په کابل کښې د امریکې د دفاع وزیر په کتنه کښې، په خپل هیواد کښې له بدې امنیتي وضعې او د تاوتریخوالي له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.
د افغانستان ولسمشر په کابل کښې د امریکې د دفاع وزیر په کتنه کښې، په خپل هیواد کښې له بدې امنیتي وضعې او د تاوتریخوالي له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل چې محمد اشرف غني پرون د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن په کتنه کښې زیاته کړه: د جنګ او نښتو ختمیدل او د صلحې ټینګیدل د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه ده.
د افغانستان له بدې امنیتي وضعې د ولسمشر غني اندیښنه په داسې حال کښې څرګندیږي چې امریکې او انډیوالانو یې په ۲۰۰۱ کال کښې په دغه هیواد کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې او د امنیت د ټینګولو په پلمه، په افغانستان حمله وکړه خو تراوسه نه یوازې ناامني، ترهګري او د نشه ایزو موادو تولید ختم شوی نه دی بلکې لا یې زور اخیستې دی.
د افغانستان خلک او حکومتي چارواکي له خپل هیواده د امریکې تر قومندې لاندې د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتونکي دي.