بهرنیان دې د افغانستان د سولې په بهیرکې ګوتې نه وهي
په ماسکو کې ډ طالبانو او کابل حکومت ترمینځ او دغه راز د ځينو نورو هیوادونو خبرې اترې ترسره شوي چې په اور بند او دتاؤتریخوالو په کمولو ئې ټينګار کړی ،خو طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ټينګار کړی دی .
د طالبانو ډلې مسئولانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قطر د موافقې په بشپړ اجرا باندې په ټينګارسره پر امریکا او نورو بهرنیو ه یوادونو غږ کړی ،څو د افغان لورو ترمینځ په خبرواترو کې دې له ګوت وهنې ډډه وکړي .
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی ،طالبانو ډلې په دغې اعلامیې کې یو ځل بیا دقطر موافقې ته د ژمنتیا په ضرورت په ټينګار سره وئيلي دي ، په افغانستان کې دسولې تحقق ، یوازې ددغې موافقې دبشپړ اجرا لهل ارې ممکنه ده . په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ، دقطر له موفقې سره تقریبا د افغانستان دبحران بهرنی اړخ حل شوی او اوس ئې داخلی اړخ، یعني د بین الافغاني خبرواترو بهیر پاتې دی . طالبانو همداراز په ډاګه کړې ده ،دا د افغانانو داخلي موضوع ده ، پر دې اساس بهرني لوري دې په دغو خبرواترو کې له دخالته ډډه وکړي .
په دغې اعلامیې کې همداراز زیاته شوې ده ، تجروبې ښودلې ده ، د یوه لوري په ګټه او تاوان بهرنۍ لاسوهنې ، ددباؤنو اعمالیدا او دریځ نیونه به ، نه یوازې دغه بهیر بې اعتباره کړي ، بلکې له ځنډيدا او ناکامولو سره مخامخ کولی شي .
ټاکل شوې ده د کابل حکومت او طالبانو لوري راتلونکي خبرې اترې دترکیې په استانبول کې ترسره شي . دا ترینګلتیاوې او اخ وډب په داسې حال کې دی چې په ماسکو کې ډ طالبانو او کابل حکومت ترمینځ او دغه راز د ځينو نورو هیوادونو خبرې اترې ترسره شوي چې په اور بند او دتاؤتریخوالو په کمولو ئې ټينګار کړی ،خو طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ټينګار کړی دی .