په نیمروز کې جوړ شوى د کمال خان اوبو بند پرانستل شو
باید ووئیل شي د کمال خان اوبو بند د نیمروز په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ لمريز کال کې ئې د جوړولو کار پیل شوی و،خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي بدلونونو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي وو.
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ د افغانستنا د نیمروز ولایت په چاربرجک ولسوالۍ کې دجوړ شوي کمال خان اوبو بند په دغو پرانیستونکو دستورو کې د افغانستان پر ولسمشر اشر ف غني سربیره ،دولسمشر لومړي مرستيال امرا... صالح، دويم مرستيال سرور دانش، د کابينې غړو، د ملي شورا غړو او د نيمروز ولايت ځايي چارواکو او قومي مشرانو شتون درلود.
باید ووئیل شي د کمال خان اوبو بند د نیمروز په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ لمريز کال کې ئې د جوړولو کار پیل شوی و،خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي بدلونونو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي وو.
کمال خان بند په هرات کې د سلما او فراه کې د بخش اباد ترڅنګ د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو یو لوي بند شمېرل کېږي.
د دافغانستان د حکومتي چارواکو په وینا، د کمال خان بند په جوړېدو سره به ۸۰ زره هیکټره ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا تولید شي.
دغه بند ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی دی .