په 20ولایتونوکې د افغان مامورانو اوطالبانوترمینځ اخ وډب روان دی
د افغانستان د امنیتي مامورانو اوطالبانو ترمینځ نښتې پّ داسې حال کې اوج ته رسیدلي چې په دغه هیواد کې دجنګ جګړو دختمولو لپاره په قطر کې له تیر کال راهسې د سولې خبرې اترې دامریکا او طالبانو ډلې او دغه راز د کابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ تر دې دمه روانې دي خو د افغان ولس لپاره ئې هیڅ مثبته نتیجه نه ده درلودلي او د ا افغان ملت دی چې ورځ تربلې ئې وینه بهول کیږي .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د پوځ یوه قوماندان پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د افغانستان په دغو شلو ولایتونو کې په کندهار ،کندوز ،هلمند، فاریاب او میدان وردک ولایتونو کې نښتې لا سختې دي .
په عین حال کې د افغانستان دفاع وزارت هم پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي، د فاریاب پشمول د افغانستان په حو ولایتونو کې د طالبانو د پټنځایونو او مورچلو په ضد ددغه هیواد د پوځ په مځکنیو او هوائي حملو کې کابو ۶۴ وسلوال طالبان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي .