د افغانستان په جنوبي ولایت کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید
Mar 26, 2021 07:42 Asia/Kabul
افغان چارواکو اعلان وکړ چي د هلمند په ولایت کې تېره شپه د افغان ځواکونو په یوې پوستې باندې موټر بم برید شوي دي.
د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد اسماعیل خپواک خبریالانو ته وویل: تېره شپه نهه بجې د دې ولسوالۍ په مهاجربازار سیمه کې د امنیتې سرتیرو پر پوسته موټر بم برید شوی.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یو سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.
خو د ځینو خبري سرچینو له راپور سره سم، په دغه برید کې لږ تر لږه څلور افغان سرتیري ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی.
د شوې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
ټیګونه