نیکزاد: امریکا د هرمز تنګی په خلاصولو کې ماته خوړلې ده
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د مشر مرستیال علی نیکزاد
پارس تودی- د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان د مشر مرستیال د هرمز تنګی په خلاصولو کې او د ایران د تجزیې لپاره د امریکا د پلان ناکامه کېدو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: له استکبار سره زمونږ مقابله تر بشپړه بریا پورې دوام لري.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د مشر مرستیال علی نیکزاد وویل: ملعون ټرمپ اعلان وکړ چي د هرمز تنګی خلاصوم، لیکن هیڅکله کامیابه نه شو او په دې کار به بریالی نه شي. د ورځې ۱۰۰ تر ۱۴۰ تېل وړونکې کښتۍ له هرمز تنګی څخه تیریږي او هر کال له ۶ تر ۷ میلیارد بیلر تېل له دغه اوبلارې څخه تیریږي. د نړۍ د تېلو ۶۰ سلنه زیرمې په ونزوئلا، عربستان او ایران کې دي.
هغه ټینګار وکړ: امریکا فکر وکړه چي د ونزوئلا په نیولو او په عربستان باندې په فشار سره، کولایشي ایران په خپله ولکه کې راولي او د نړۍ د تېلو ۶۰ سلنه زیرمې په لاس کې واخلي. لیکن د ایران تېل به د دوی لاس ته ور نه شي.
نیکزاد زیاته کړه: د هرمز تنګی د ایران لپاره د ایټم بم په شان دی. د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: فارس خلیج زمونږ دی او امریکا په کښې هیڅ ځای نه لري او فارس خلیج به له جنګ مخکي حالاتو ته ستون نه شي.