د افغانستان په جنوبي ولایت کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98088-د_افغانستان_په_جنوبي_ولایت_کې_پر_افغان_ځواکونو_موټر_بم_برید
افغان چارواکو اعلان وکړ چي د هلمند په ولایت کې تېره شپه د افغان ځواکونو په یوې پوستې باندې موټر بم برید شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2021 07:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان په جنوبي ولایت کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید

افغان چارواکو اعلان وکړ چي د هلمند په ولایت کې تېره شپه د افغان ځواکونو په یوې پوستې باندې موټر بم برید شوي دي.

د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد اسماعیل خپواک خبریالانو ته وویل: تېره شپه نهه بجې د دې ولسوالۍ په مهاجربازار سیمه کې د امنیتې سرتیرو پر پوسته موټر بم برید شوی.

هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یو سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.

خو د ځینو خبري سرچینو له راپور سره سم، په دغه برید کې لږ تر لږه څلور افغان سرتیري ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی.

د شوې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.