په ننګرهار کې اوه داعشي ترهه ګرو ته مرګ ژوبله اوښتي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98126-په_ننګرهار_کې_اوه_داعشي_ترهه_ګرو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتي
له تیرو څو اونیو راهسې دافغانستان په ختیځي سیمو کې د داعشي جنایتکارو فعالیتونه په ا وڅاره توګه زیات شوي چې د سیمې د خلکو لپاره ئې لازیاتې اندیښنې راوالاړې کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 27, 2021 07:00 Asia/Kabul

له تیرو څو اونیو راهسې دافغانستان په ختیځي سیمو کې د داعشي جنایتکارو فعالیتونه په ا وڅاره توګه زیات شوي چې د سیمې د خلکو لپاره ئې لازیاتې اندیښنې راوالاړې کړي دي .

د ننګرهار دملی امنیت اداری ځانګړي ځواک قوماندانۍ رسندویو ته په استول شوي خبر پاڼې کې  ویلي  چی دغه ځواک بیګا د ننګرهار ولایت دغنی خیلو ولسوالۍ ۲۵ مه ویالی سیمه کی عملیات کړي چی پکې دداعش ډلې دوه مهم غړي   هلاک  شوي او پنځه  نور ژوندي  نیول شوي دي . په خبر پاڼه کی راغلي چی یوه اندازه وسلې او مهمات هم دامنیتي ځواک لاسته ورغلي دي .

 د اپه داسې حال کې دي چې له تیرو څو اونیو راهسې  دافغانستان په ختیځي سیمو کې د داعشي جنایتکارو فعالیتونه په ا وڅاره توګه زیات شوي چې  د سیمې د خلکو لپاره ئې لازیاتې اندیښنې راوالاړې کړي دي .