فرانسه دې د افغانستان په سولې کې راسره مرسته وکړي
څه موده مخکې د فرانسې د پاریس دښاروالۍ شورا فیصله کړې چې داحمد شاه مسعود د افغانستان د ملی اتل د سوله غواړو مبارزو او د آزادۍ لپاره د هلوځلو په ویاړ په پاریس ښار کې یو ځاي د هغه په ویاړمنې نامې سره ونوموي .
زمونږخبریال دصداي افغان خبري آژانس راپور راکړ د افغانستان دملی مصالحې د شورا مشر عبدا... عبدا.... فرانسې ته په سفر کې ددغه هیوادله خارجه وزیر ژان ایو لودریّن سره په کتنې کې د افغانستان د سولې د بهیر دپرمختګ او ځينو خنډونو په باب خبرې اترې او د فرانسې خارجه وزیر له وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو هلو ځلو او اقداماتو هم خبر کړ .
ډاکټر عبدا... همداراز د فرانسې د مشرانوجرګې له مشر سره هم په کتنې کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او د سولې د خبرو اترو د پرمختګ په اړه بحث او دنظر تبادله کړې ده .
ډاکټر عبدا... چې د فرانسې د ښاروال په بلنې سره د احمد شاه مسعود د افغانستان د ملی اتل په نامې سره د یوه سړک د نامې دکیښودلو په دستورو کې د ګډون لپاره پاریس ته په سفر تللی ، د فرانسې د مشرانو جرګې له مشر جرارډ لارچر سره په کتنې کې ئې له بین ا لافغاني خبرواترو د فرانسې د ملاتړ قدرونه کړې او دا ئې یو ارزښتمند کار بللی دی . په دغې کتنې کې دواړو لورو دافغانستان او فرانسې د اړیکو ، دافغانستان د سولې دبهیر او دغه راز دسولې له بهیره د سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړ او هلوځلو په باب هم بحث او د نظر تبادله کړې ده .
څه موده مخکې د فرانسې د پاریس دښاروالۍ شورا فیصله کړې چې داحمد شاه مسعود د افغانستان د ملی اتل د سوله غواړو مبارزو او د آزادۍ لپاره د هلوځلو په ویاړ په پاریس ښار کې یو ځاي د هغه په ویاړمنې نامې سره ونوموي .