طالبانو په وردک ولایت کې څوارلس عام افغانان برمته کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98130-طالبانو_په_وردک_ولایت_کې_څوارلس_عام_افغانان_برمته_کړي_دي
داڅو م ځل دی چې  وسلوال طالبان په دغې سیمې کې  عام خلک برمته کوي او ان تر دې چې په ځینو موردونو کې ئې برمته شوي کسان په ډيرې بې د ردۍ سره  وژلي هم دي . چې دغې چارې د سیمې د خلکو ژوند تر ډیره حده تریخ کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2021 08:04 Asia/Kabul
  • طالبانو په وردک ولایت کې څوارلس عام افغانان برمته کړي دي

داڅو م ځل دی چې  وسلوال طالبان په دغې سیمې کې  عام خلک برمته کوي او ان تر دې چې په ځینو موردونو کې ئې برمته شوي کسان په ډيرې بې د ردۍ سره  وژلي هم دي . چې دغې چارې د سیمې د خلکو ژوند تر ډیره حده تریخ کړی

زمونږخبریال راپور راکړ د  افغانستان رسندویو  نن په ځینو راپورونو کې وئيلي دي ، د افغانستان په ولسی جرګې کې د وردک ولایت استازي مهدي راسخ   وئيلي دي ، طالبانو   په جلریز  او بهسودو ولسوالۍ کې  له تیرو دوو اونیو راهسې تر دې  دمه  څوارلس کسان برمته کړي دي چې  ددغو برمته شوو کسانو  دبرخلیک په باب  تر دمې هیڅ معلومات نشته .

 مهدي راسخ وئيلي دي ، د جلریز او بهسودو ولسوالیو سپین روبو   او مخه ورو  له طالبانو سره  مراجعه کړې ،خو کوم قانع کونکی ځواب ئې نه دی ترلاسه کړی .

 د افغانستان په ولسی جرګې کې  د وردک ولایت د خلکو استازي  وئیلي دي ، دبرمته ګرۍ موضوع ئې  د ملی امنیت  له ادارې سره هم شریکه کړې خو تردې دمه   ئې هیڅ اقدام نه دی کړی .  

څه موده مخکې وسلوالو طالبانو  دمیدان وردک  جلریز سترې لارې څخه لږترلږه  هغه څلویښت مسافران  برمته کړي وو ،چې له دغې لارې تیریدل ، البته  بیا د مخورو  او سپین روبو په هلوځلو سره خوشي کړائ شوي وو .